په کندهار کي ځوانان وايي، په رضاکاره توګه دي د دولت سره د پوهني، ښارساتني، روغتيا او نورو ټولنيزو کارونو کي مرسته وسي

راپور: مهتمم صالح

په کندهار کي د رضاکارانو نړواله ورځ ولمانځل سوه، چي پر مهال يې د دغه ولايت د ځوانانو چارو امر حفيظ الله پوپل وويل، ځوانان زړه نه ښه کوي، چي په رضاکاره توګه کار وکړي.

پوپل وايي، په کندهار کي تر ډېره د حشر دود د منځه تللی او ځوانان په دغسي کارونو شرميږي او هغه ځوانان چي په حشر راوتلي وي، د نورو له خوا په یوه او بل نوم یادیږي چي په دې سره د ځوانانو روحیه کمزورې کیږي.

بل خوا رضاکاره ځوانان وايي، دوی په خپلو کارونو کي ښې لاسته راوړني لري، چي ډيری کسان يې زده کړي ته هڅولي او د خيريه بسنټونو لخوايي په بېلابيلو ښوونځو ادارو کي په پوره تخفيف شامل کړي دي.

دغه راز دوی وايي، هيوادوالو ته يې په روغتيايي برخه کي هم د پام وړ کارونه کړي دي.

په کندهار کي د رضاکاره ځوانانو ورځ پر داسي مهال لمانځل کيږي، چي په دغه ولايت کي ځوانان د نورو ستونزو تر څنګ د بې کارۍ څخه سر ټکوي او وايي، چي په دولتي ادارو کي کارونه يوازي د واسطې په مرسته تر لاسه کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...