راپور: محمد یار مجروح
د یاد بهیر مسٔوولین وايي، نور افغانان له جنګ څخه ستړي سوي او پر وسلوالو يې ږغ وکړ چي له افغان دولت سره سوله وکړي او نور دي بې ګناه کسان نه وژني.
تیره جمعه په هلمند کي د غیږ نیوني سیالیو پر مهال چاودني تر شپيتو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړول او ورسره سم د هلمند خلګو په لښکرګاه ښار کي د سولي تر نامه لاندي د تحسین خیمې ودرولې، او ښځو هم پکښي برخه اخیستې ده.
په کندهار کي د ولس ږغ سیاسي بهیر غړي وايي، چې سوله د افغانانو اساسي اړتیا ده.
دوی د هلمند د خلګو د هغه ګام ستاینه وکړه چي له تیرو پنځو ورځو راهیسي په لشکرګا ښار کي د سولي د راتلو په هیله پورته کړی.
د ولس ږغ مسٔوولین وايي، دوی د سولي د بهیر څخه خپل ملاتړ اعلانوي او له هغوي سره به په دې حرکت کي همکاره وي.
د ولس ږغ بهیر مشر او دیني عالم امام خطیب وايي، د سولي په راتګ کي د ولسي خلګ رول مهم دی ځکه دوی د هلمند د سولي له بهیرڅخه ملاتړ کوي.
پر همدې مهال د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، د هلمند د خلګو حرکت ملاتړی دی او زیاتوي چي دا ډول ولسي حرکتونه د سولي راتګ ته لاره هواروي.
بلخوا د کندهار ښار د ۱۵ ناحیو د وکیلانو مشر حاجي ګلالی وايي، په سوله کي د ټولو خیر دی او وسله وال باید دا یو فرصت وګڼي چي د سولي له بهیر سره یو ځای سي او د عامو کسانو د وژلو څخه لاس واخلي.
د ده په خبره په روانو چاودنو او جکړو کي تر بل هر چا عام کسانو ته زیان اوښتی دی.
په هلمند کي د دغه حرکت تنظیموونکي وايي، په راتلونکو ورځو کي به د ښځو په ګډون تر موسی کلا ولسوالۍ پوري ځي او طالبانو ته به د سولي پلو غوړوي خو وسلوالو طالبانو پدې اړه تر اوسه څه ندی ویلي.
په لښکرګاه کې وروستی برید د جمعې د ورځې په ماښام د لومړۍ حوزې اړوند د غازي محمد ایوب خان لوبغالي ته څېرمه رامنځته سو چي تر شپيتو زیاتو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته.