په کندهار کي د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۴۲۷ پروژې د بشپړېدو په حال کي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د چهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کي د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري او کلیوالي پراختیايي څانګو د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د یاد پروګرام د بېلابېلو برخو مسئولینو، د کلیوالي او ولسوالیو شوراګانو غړو، ولسوالانو او نورو کسانو ګډون کړی وو.

کندهار والي حیات‌الله حیات د ولسي تړون ملي پروګرام د ښار او ولسوالیو نښلوني او د خلکو اقتصادي پیاوړتیا له پاره ګټور وبلی.

هغه ټینګار وکړ، چي د دغه پروګرام په مرسته باید کلي سره وصل او د پروژو په ټاکنه کي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو رول زیات سي، تر څو په کلیو کي د سیمې د اوسېدونکو په ونډي سره د اړتیا وړ پروژې طرحه او عملي سي.

د ولسي تړون د ښاري برخي مسئول د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیوالي برخي د لاسته راوړنو په اړه وویل، چي دا مهال د کندهار ښار تر څنګ  په سپين بولدک، تخته‌ پل او پنجوايي ولسوالۍ کي دغه پروګرام پلی کیږي، چي د روغتیا، پوهني، اوبو رسوني، لېرې پرتو سیمو ته برېښنا رسولو، پلونو او پُلچکونو جوړولو، ښاري زېربناوو او یو شمېر نورو برخو کي یې د ۵۳۰ شوراګانو په مرسته ۴۰۰ پروژې ځانګړي کړي دي ، چي۲۳۰ یې عملاً تطبیقیږي او پاته یې پلان سوي دي.

نوموړي یادونه وکړه، د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کي د اقرا برنامې له لارې  د ۵۸ ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل سوي، چي ټولټال به ۹۳ ښوونځي جوړ سي.

د پروګرام په پای کي د ولسي تړون ملي پروګرام د شوراګانو غړو یاد پروګرام ګټور وباله او د لا ښو خدماتو د وړاندي کولو له پاره یې خپلي ستونزي، غوښتني، وړاندیزونه او طرحي له مسؤلینو سره شریکي کړل.

که څه هم د ولسي تړون پروګرام له خوا ډيري پروژې پلي سوي خو په ځينو سیمو کي خلک پر دغه پروژو نیوکي کوي چې په ښه ډول نه دي تطبیق سوي او بې کیفیته دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...