راپور: محمد یار مجروح
مسٔوولین وايي، یادو مرکزونو ته يې د ولسوالیو د پاڼو کتابونه لیږلي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسٔوولین وايي، ډیر ژر به له مرکز څخه کندهار ته د نوم لیکني نوري پاڼي هم راورسیږي.
په کندهار کي له تیرو دریو ورځو راهیسي خلګ شکایت کوي چي د ټاکنو په یو شمیر مرکزونو کي د نوم لیکني پاڼي خلاصي سويدي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسٔوولین وايي، د هغو مرکزونو شمیر شاوخوا ۱۵ ته رسیږي چي د نوم لیکني پاڼي پکښي خلاصي سوي وې، خو په خبره يې اوس یادو مرکزونو په فعالیت پيل کړي او دوی ورته پاڼي رسولي دي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس محمدهاشم دورانی وايي، تر څو چي له مرکز څخه کندهار ته د نوم لیکي پاڼي رارسیږي، دوی د ولسوالیو له رایي پاڼو څخه استفاده کوي.
بلخوا د کندهار ښاریان هم د ټاکنو له مرکزي ادارې څخه غواړي چي کندهار ولایت ته دي د نوم لیکني پاڼي ژر تر ژره راورسوي، تر څو د نوم لیکني پروسه چټکه سي.
دوی وايي، د نوم لیکني پر مرکزونو ګڼه ګوڼه زیاته ده او په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي.
د تمي خلاف په کندهار کي د نوم لیکنی پر مرکزونو د خلګو ګڼه ګوڼه زیاته ده، چي د ټاکنو د خپلواک کمییسیون په خبره دا ځل به په ولسوالیو کي هم په زیاته شمیر کسان د نوم لیکني په پروسه کي ګډون وکړي.
د کندهار ښار په پنځلس ناحیو کي تر دا مهال شاوخوا ۱۶۵ زره کسانو د نوم لیکني په پروسه کي ګډون کړی دی.