په کندهار کي د نوم لیکني د پروسې څخه خلک شکایت کوي

په کندهار کي د نوم لیکني د پروسې څخه خلک شکایت کوي

د ټاکنو ددفتر چارواکي ستونزي مني خو وايي، له مرکزي دفتر څخه به د نورو محلونو د ایجاد غوښتنه وکړي.

د نوم لیکني پڅه او ټکنۍ پروسه د کندهار د پراخ نفوسي سیمي خلک له ستونزو سره مخ کړي.

دلته په ساعتونو ساعتونو خلک انتظار باسي تر څو نوم لیکنه وکړي.

د خلکوو شکایت دا دی چي د ټاکنو کارکونکي او محلونه کم دي او په یوه وخت کي ډيرو خلکو ته رسیدګي نه سي کولاي.

دوی وايي، د ټاکنو دفتر باید په دې برخه کي خلکو ته سهولتونه برابر کړي او زیاتوي که دا پروسه همداسی ورو روانه وي ډير خلک به له نوم لیکني څخه پاته سي.

د ښځو محلونه نسبت نارینو ته کم رنګه ښکاري خو مسؤلین وايي، د ښځو ونډه په نوم لیکنه کي مناسبه ده.

په ټاکنو کي د ګډون په موخه د نوم لیکني لپاره یو شمیر راغلي ښځي وايي، د نوم لیکني ځنډ يې یوازني ستونزه ده.

دوی وايي، ددې پروسې د چټکتیا لپاره باید د ټاکنو کارکونکي زیات سي.

د کندهار د ټاکنو رئیس هاشم درانی تر یوه بریده ستونزه مني خو زیاتوي، چي د مرکزي دفتر څخه به ددي پروسي د ګړندیتوب لپاره مرسته وغواړي.

درانی وايي، تر اوسه په کندهار کي شل زره کسانو نوم لیکنه کړې چي په وینا يې دا رقم نورو ولایتونو ته بی مثاله دئ.

که څه هم د کندهار اوسیدونکي د ټاکنو د پروسې پر اوسني بهیر نیوکي کوي او ټکنۍ يې بولي خو د ټاکنو چارواکي وايي، په روانه موده کي به د مرکز کندهار ټول اوسیدونکي ثبت نام کړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...