په کندهار کي د قصابانو اتحادیه وايي، وچکالي د څارویو په کمښت او دغوښو پر نرخ اغیز کړی

راپور: محمړد یار مجروح

په کندهار کي یو شمیر قصابان وايي، ډیری کوچیانو د وچکالۍ له امله له مالدارۍ لاس اخیستی او د غوښو قیمت لوړ سوی دی.

د دوی په خبره د افغانستان ډیری څاروي پاکستان او ایران هیواد ته په غیرقانوني ډول وړل کیږي.

په کندهار کي د قصابانو د اتحاديې مسؤل الاګل وايي، چي د وچکالۍ له امله ډیری کوچیانو له مالدارۍ لاس اخیستي چي ورسره سم دغوښو په قیمت کي لوړوالی راغلی دی.

د ده په خبره هغه څاروي چي له پاکستان څخه راوړل کیږي، له سوداګرو څخه په زیاته اندازه مالیه اخستل کیږي او هغه څاروی چي له افغانستان څخه پاکستان ته وړل کیږي افغان دولت ورباندي مالیه نه اخلي.

پر همدې مهال د ښار قصابان وايي، بهرنیو هیوادنو ته د څارویو لیږد او وچکالۍ د دوی په کار منفي اغیز کړی او دغوښي قیمت لوړ سوی دی.

د دوی په خبره دولت دي پاکستان او ایران ته د څارویو په لیږد بندیز ولګوي.

د قصابانو اتحادیه وايي، د پخوا په پرتله په کندهار ښار کي د غوښو تقاضا کمه سوې ده.

په  کندهار کي دا مهال د پسه یو چاریاک غوښه ۴۰۰ افغانۍ او دغوایي یو چاریاک غوښه په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کیږي، چي د مسٔوولینو په خبره د پخوا په پرتله يې قیمت لوړسوی دی او تقاضا يې کمه سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...