په کندهار کي د قادري په نامه د نيمه عالي تحصيلاتو انسټیټيوټ پرانیستل سو

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د کندهار کادري د مسلکي زده کړو په نامه خصوصي انسټيټوټ چي تازه ئې فعاليت پیل کړی دئ، څلور د نيمه عالي تحصلاتو پوهنځي پرانیستل.

په دغه اړه جوړ سوو مراسمو کي د ياد انسټيټوټ رئیس محب الله قادري و ويل، دوی د ژورناليزم، اداره عامه، اقتصاد او انګليسي ادبیاتو په برخو کي پوهنځي پرانیستل، چي محصلان کولای سي په يادو برخو کي دوه کاله نيمه عالي تحصلات په عملي او نظري وکړي.

هغه وايي، په ياد انسټيټوټ کي دوی په يوه وخت کي د پينځه سوه محصلانو ظرفيت لري، چي کولای سي په ذکر سوو ريشتو کي په مسلکي ډول زده کړي وکړي.

د مراسمو ګډونالو هم د ياد انسټيټوټ او پوهنځيو پرانيستل نېک ګام ياد کړاو وې ويل، چي دا په کندهار کي يو ښه پرمختګ دئ.

دوی وايي، کندهار په خصوصي برخه کي د هيواد د نورو لويو ولايتونو په پرتله لږ خصوصي پوهنتونونه لري، چي باید تجاران دغه برخي ته پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي، چي د کندهار قادري مسلکي زده کړو د انسټيټيوټ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

په کندهار کي د روغتيايي علومو د څو خصوصي انسټيټيوټونو وروسته دا لومړی خصوصي انسټيټوټ دئ، چي په مسلکي برخه کي محصلان روزي.

خو په دغه ولايت کي څو دولتي انسټيټيوټونه سته، چي د شهيد وحيدالله احمدي، کندهار د روغتيايي علومو انسټيټيوټ، کثیرالرشتوي او نور دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...