خبريال: محمديار مجروح
په کندهار کي د بشرحقونو سيمه ييزي ادارې مسوولين وايي، د افغانستان د وګړو تر منځ دي هر ډول تبعيض له منځه ولاړ سي.
د بشر حقونو ادارې پرون چهار شنبه په کندهار کي د بشري حقونو د برابرۍ او د نه تبعيض يا توپير د اصل تر عنوان لاندي يو ورځني سيمينار جوړ کړی وو. د سيمينار ګډون والو د افغانستان د بربادۍ يو سبب د قومونو، ژبو او مذهبونو تر منځ توپير هم وباله او او زياته يې کړه، چي ددې پديدې د له منځه وړولو لپاره دي ټول افغانان لاس په کار سي.
په کندهار کي د بشرحقونو خپلواکي ادارې مسوولين وايي، د وګړو تر منځ د هر ډول تبعيض د لمنځه وړلو لپاره يې هلي ځلي پيل کړي او په تېرو ۱۵ کلونو کي په بشري وضعيت کي ښه والی راغلی دی. د اساسي قانون په دوه ويشتمه ماده کي راغلي دي، چي د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتياز منع دی او همدا راز په ياده ماده کي دا هم راغلي دي، چي د افغانستان اتباع ښځي او نارينه د قانون په وړاندي مساوي حقوق او وجايب لري.
د دغي ادارې سرپرست رئيس فخرالدين فايز وايي، د داډول غونډو د جوړلو څخه يې هدف دادی تر څو په ټولنه کي د بشر حقونو اصلي مفاهم په ټولنه کي عام کړي او هر ډول تبعيض له منځه يوسي. دده په خبره روانو جګړو په هيواد کي قومي، ژبني، جنسيتي او مذهبي تبعيض ته لاره هواره کړې ده.
پر همدې مهال په کندهار کي يو شمير کسان بيا وايي، د افغانستان ټول اوسيدونکي يو برابر حقوق لري او يو پر بل برتري نه لري. دوی وايي، په ټولنه کي دا مهال په ښکاره ډول د يوشمېر کسانو ترمنځ تبعيض روان دی، چي د له منځه وړلو لپاره يې بايد په ګډه کار وسي. په افغاني ټولنه کي د جنسيت نه برابرۍ او تبعيض ښکار ډيری ښځي دي، چي تر ډېره تعليم ته هم نه پريښودل کيږي. د کندهار د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مسئولين په داسي حال کي د بشر د حقونو په برخه کي د هلو ځلو خبره کوي، چي لاهم په ليرو پرتو سيمو کي خلک د ژوند له ډېرو لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخي دي.