خبريال: سيد حميد (هاشمي)
د افغانستان د کرني او مالداري وزارت مسوولين وايي چي ددې مرکزونو په جوړيدو به د بزګرو ظرفيت لوړ کړي او د هغوی زراعتي حاصلاتو به بازار پيدا کړي. اوسمهال په کندهاري د زراعتي حاصلاتو لپاره دمارکيټ نشتون د بزګرو تر ټولو لويه ستونزه ده.
په کندهار کي نن د بزګرو د رونيز او معلوماتي مرکز د پيدژندولو لپاره غونډه جوړه سوې وه، د افغانستان د کرني مالداري وزارت استازي عبدالله همدرد وويل چي دوی په ټول هيواد کي متوازن زراعتي انکشاف ته وده ورکوي ترڅو د بزګرو اقتصاد لوړ کړي. د هغه په خبره په همدي موخه په کندهار کي د بزګرو لپاره داسي مرکزونه جوړوي چي بزګرو ته د باغونو او کښتونو په اړه روزنه ورکړي او هغوی ته پر وخت خدمات ورسوي.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل چي په کندهار کي د بزګرو تر ټولو لويي ستونزي د با کيفيته زراعتي دواوو او د کنيزو حاصلاتو لپاره د مارکيټ نشتون دی، چي بايد د کرني وزارت په دې برخه کي د بزګرو غوښتني پوره کړي. هغه وويل، د ټولو ولسواليو بزګرانو ته بايد متوازن امکانات ورکول سي.
د کندهار دکرني او مالدارۍ رئيس سيد حفيظ الله سعيدي وايي چي په دغه ولايت کي به ددغو ډول مرکزو جوړيدل د بزګرو د ستونزو د هوارۍ په برخه کي ښه نتيحه ورکړي. د کرني رياست مسوولين وايي ددغو مرکزو د جوړيدو چاري به تر راتلونکي يوې مياشتي پوري پيل کړي، چي په پرمختللو زراعتي وسايلو به سمبال وي.