رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي سلګونو د لوی باروړونکو کاري اعتصاب کړی دئ او وایي، چي د کابل هرات پر لویه لاره د پوليسو پوستې او د ټرانسپورټ پاټکونه غير قانوني پيسې ور څخه اخلي او تر څنګ يې سپکي سپوري هم ورته وايي.
دوی وایي، د لاري د پوستو عسکر بې عزته کړي دي، وهلي یې دي او ځيني موټروانان يې ويشتلي هم دي.
دوی چي د بدن وهل سوي غړي رسنیو ته ښکاره هم کړل، وايي، د مقر څخه تر فراه پوري ټولي پوستې پيسې ور څخه اخلي.
دوی ادعا کوي، چي پوليسو د دوی سره سره موټران او په موټرانو کي بار څاروي هم ويشتلي دي.
دوی زیاتوي، چي په لاره کي د ټرانسپورټ پاټکونه د ولسمشر له خوا څو مياشتي بند سوي وه، خو اوس بیا د ټرانسپورټ وزير له خوا جوړ سوي دي، چي په هر ولايت کي يې پنځه شپږ ځايه پر لويو لارو کانټېنرونه ايښودل سوي دي او له دوی څخه په زرګونه افغانۍ اخلي.
کلونه کېږي، چي دغه موټروانان د پولیسو د غير قانوني پيسو اخيستلو څخه شکايت کوي، خو تر اوسه يې دولتي کسانو غم نه دئ خوړلی.
دغه کسان وايي، طالبان ورڅخه ماليه اخلي خو د هغوی ورکړل سوې پارچه په لاره کي د ټولو طالبانو لپاره د منلو وړ ده، خو دولتي کسان د يوه پاټک پارچه بل پاټک نه مني.