په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د شړلو ورځ ولمانځل

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د ماتي او له افغانستان څخه د هغوی د شړلو ورځ ولمانځل.

په یاده غونډه کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد ماته د هغوی له پاره شرم وبلی او زیاته ئې کړه چي هیڅ بهرنی هیواد دي په افغانستان کي مداخله نه کوي.
د کندهار د علماو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني و ویل، ۴۲ کاله کیږي چي په هیواد کي تپل سوی تجارتي جنګ روان دئ، د دغه جنګ هري خواته قربانیان افغانان دي، چي وژل کیږي، خو نور باید سوله وسي.

د کندهار د حج اوقاف رئيس محمد عمر اخندزاده وایي، افغانان چي هره ستونزه لري لامل ئې جګړه ده.

هغه وايي، افغانان باید نور یو موټي سي او د پردیو په لمسون جګړې ته دوام ورنه کړي.

قومي مشران او دیني علمان وایي، د جنګ ښکېلي خواوي دي سوله او اوربند وکړي، چي له دې سره به افغانان خپل هوسا ژوند او د ژوند نورو چارو ته خلاص سي.

دوی وایي، که په هیواد کي سوله وي نو طبعي منابع، د کار فرصتونه، او هرڅه سته چي افغانان ګټه ځني اخیستلای سي.

په وروستیو کي یو ځل بیا د سولي خبرو او اووه ورځي د تاوتریخوالي کموالي افغانانو ته تمه پیدا کړې، چي سوله او اوربند به کیږي، خو تر اوسه لا هم د بشپړ اوربند په اړه څه نه دي ویل سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...