په کندهار ښار کي د پوليسو د یوه لوړ پوړي قومندان د سپرلۍ پر موټر د ماین په چاودنه کي ۴ تنه پوليس ټپیان سوي.
پېښه نن سهار ۹:۳۰ نهه بجې او دېرش دقیقې د ښار د څلورمي حوزې اړوند ولایت مقام ته پر غځېدلې لار د حضرت جي بابا په سیمه کې رامنځ ته سوې.
چاودنه د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو دچټک غبرګون د قطعې د قومندان سمونوال جانان د سپرلۍ پر موټر سوې.
تر اوسه خپله د سمونوال جانان د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات نه دي ور کړه سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون