د کندهار ولایت مقام مسٔولين وايي، په دې سره به د ستر جنرال عبدالرازق نوم ژوندی پاته سي او نور ځوانان به هم وهڅول سي تر څو د هیواد لپاره ښه خدمتونه وکړي.
بل خوا د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي ستر جنرال عبدالرازق لپاره یوازي دغه جاده بسنه نه کوي باید د ده په نوم روغتونونه، پوهتونونه، ښوونځي او نور ځایونه ونومول سي.
په کندهار ښار کي د جمهوریت څلور لاري څخه تر هوايي ډګر پوري نوې جوړه سوې جاده د سترجنرال عبدالرازق په نوم و نومول سوه.
د کندهار ولایت سرپرست والي عبدالحان منيب وويل جنرال رازق پر هیواد او خلکو مين شخص وو او تل يې په هیواد کي د امنیت راوستلو ارمان درلودی.
دی وايي په دغه جادې سره به د ستر جنرال عبدالرازق نوم ژوندی پاته سي او نور ځوانان به هم وهڅول سي تر څو د هیواد لپاره ښه خدمتونه وکړي.
دغه راز دی زياتوي دولت هڅه کوي چي يو شمېر نور تاسیسات هم د جنرال رازق په نوم ونوموي.
بل خوا د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي ستر جنرال عبدالرازق لپاره یوازي دغه جاده بسنه نه کوي باید د ده په نوم روغتونونه، پوهتونونه ، ښوونځي او نور تاسسات هم ونومول سي.
دوی وايي پر نفوذي اشخاصو باندي بريدونه هم د دولت هم د ملت لپاره لويه تشه ده او د دغو بريدنو د مخنيوي په موخه دي ټول هيواد وال او حکومت لاس سره یو کړي.
د تلي پر ۲۷ د کندهار ولایت مقام کي په پېښه کي سترجنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت رئيس جنرال مومن حسن خيل د یو شمېر نور کسانو سره ووژل سول او ځیني نور کسان ټپیان سوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون