په کندز ولایت کي د۳۰۰ کورنیو سره په بیلابیلو برخو کي مرستي وسوي

راپور: اندړوال

دکندز والي اسدالله عمرخیل وايي، دنورو مرستو ترڅنګ به په چاردرې ولسوالۍ کي دهغو کسانو کورونه بیرته جوړوي چي دوروستیو جګړو پر مهال نړېدلي.

ځایي اوسیدونکي وایي، دا ډول مرستي ورته ته بسنه نه کوي او ویجاړ سوي کورونه دي حکومت ورته  ورغوي.
په کندز کي د روستیو جګړو له کبله دکډوالو کورنیو سره د اته قلمه خوراکي توکو مرسته  پرداسي مهال کیږي چي دجګړو له ویري اوس هم سلګونه کورنۍ دکندزپه مرکز کي دکډوالۍ شپي په نامناسبه ځای کي تیروي.

ځایي اوسیدونکي که څه هم له دغه مرستو راضي دي خو غوښته یې له حکومت څه داده چي دجګړو پرمهال ددوی ویجاړ سوی کورنه بیرته ورغوي .

دکندز والی اسدالله عمرخیل مني، چی په وروستیو عملیاتو کي د خلکو کورونه نړېدلي خو پړه یې پر طالبانو اچوي چي دخلکو په کورونو کی یې سنګرونه نیسي .
اسدالله عمرخیل وايي، هغه کور ونه چي په دي جګړو کي نړېدلي دوی یې دبیرته جوړولو په برخه کي مرستي ته ژمن دي .

دکندز ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره داته قلمه خوراکي توکو مرسته دیوه کندهاري شرکت له لوري ترسره سوې او استازي یې له نورو پانګه والو څخه غواړي چي دکندز له کډوالو سوو کورنیو سره دي مرستي وکړي.

په کندز کي د ورستیو جګړو له امله تر دوه زره زیات کسان بې ځایه سوي چي له ډلي یې د دری سوه کورنیو سره مرستي وسوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...