په پکتیا کي وسله والو طالبانو ۲۲ ښوونځۍ تړلي دي

د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ قومي مشران وايي وسله والو طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځیو ښوونکو ته امر کړی، چي خپل ښوونځي وتړي.

د قومي مشرانو په وینا یاد ښوونځي ودانۍ او احاطه نه لري، نو طالبانو ویلي چي ددغه ښوونځیو زده کوونکي د جګړې پر مهال مصئون نه دي.

قومي مشران وایي، طالبانو ورته ویلي هغه مهال به یادو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه بېرته ورکړي، چي ودانۍ ورته جوړې سي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم پېښه تاییدوي خو وايي، هڅه به وکړي چي د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لاره چاره برابره کړي.

په دې وروستیو کي د افغان ماشومانو د زده کړي په برخه کي ستونزې ډېرې سوې دي.

د یونسیف یوه راپور وښوده چي نیمايي افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم دي.

همدا نن د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کي یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه وسوه، خو تلفات یې نه لرل.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...