په پلخُمري کي د ترقي په نامه یو باغ په ۱۳۰ جریبه مځکه کي جوړېږي

رپوټ: نور ګل اندړوال  
د بغلان د غوري سمنټو فابریکې له خوا په  ۱۳۰ جریبه مځکه کي د ترقي په نوم د یوه باغ د جوړولو کار شروع سو.
دبغلان د غوري سیمينټو فابریکې رئیس وايي، چي په دې باغ کي سږکال ۱۴۰۰۰ میوه لرونکي نیالګي ږدي، چي د خلګو په باور به هم چاپيریال سرسبزه سي او هم به د تفریح ځای د خلګو له پاره پيدا سي، خو دوی دا غوښتنه کوي، چي خلګ دي پخپله د دې باغ د نیالګیو ساتنه وکړي.
د دې ترڅنګ چي دترقي باغ په جوړېدو سره به د پلخمري چاپېریال ښه سي، مسئولین وايي چي له اقتصادي پلوه به هم تر یو حده بغلان وده وکړي او هم به کاري زمینې یو شمېر بې روزګاره کسانو ته برابري سي.
دوی وايي چي د دې باغ په جوړېدو سره به په پلخمري کي هوا هم تر یو اندازې پاکه سي.
د بغلان اوسېدونکي بیا خوښ دي چي په پلخمري کي باغ جوړیږي، خو  نیوکه کوي چي هرکال په دې ولایت کي زرګونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي د یو شمېر بنسټونو له خوا کښېښول سي، خو وروسته ئې بیا نه سمه روزونه کوي او نه پام ورته کوي، چي وروسته له منځه ځي او هیڅ ګټه نه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...