خبريال: سيد حميد هاشمي
په افغانستان کي د پوليو پروګرام د ارتباطاتو مسول وايي، چي په پوره توګه د عامه پو هاوي نه شتون او ځيني نوري ستونزي ددې سبب سوي دي، چي تراوسه په هيواد کي د پوليو مثبتي پېښي ليدل کيږي.
د زياتو هڅو او کوښښو څخه راوروسته نژدې ده، چي افغانستان د هغه هيوادو په ډله کي وشمېرل سي، چي پوليو پکښي ختمه سوی او له منځه تللی دی. د يونسيف ادارې اړوند د پوليو د پروګرام مسوولين وايي، د عامه پوهاوي کمښت، بې بنسټه اوناسم تبليغات او ځيني نور لاملونه ددې سبب سوي دي، چي ځيني کورنۍ خپلو اولادو ته واکسين نه ورکوي.
په افغانستان کي د يونسيف ادارې د پوليو پروګرام د ارتباطاتو مسول سيدکمال شاه وايي، چي د ۲۰۱۷ مېلادي کال تر پايه به په ټول افغانستان کي هيڅ د پوليو مثبته پيښه ونه لري. يادي خبري چي د پوليو د له منځه وړلو په يوه ورځني ورکشاپ کي وسوې، د کندهار د عامي روغتيا رئيس محمد عظيم زمريال وويل، د نړۍ په هغه هيوادو کي د پوليو پېښي شتون لري، چيري چي د عامه پوهاوي کچه کمه وي.
دده په خبره، د عامه پوهاوي د کچي په راکمولو کي تر ډېره ځايه رسنۍ زيات او مهم رول لوبولای سي، ترڅو د روغتيايي پروګرامونو او خپرونو له لاري پيغامونه ټولني ته وړاندي کړي. پوليو يوه وژونکې ناروغي ده، چي په لمړي ځل يې په امريکا کي د څاڅکو له لاري د وقايې او مخنيوي په باب هلي ځلي وسوې، چي د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي له منځه تللې ده او يوازي په نايجريا، پاکستان او افغانستان کي يې اوس هم پيښي ليدل کيږي.