په هلمند کي د پرلت غړو تیره ورځ له حکومت سره د جګړې د اوربند خبري پیل کړې

راپور: جواد داوري

د دولت د ډاډ ترلاسه کولو وروسته دغه کسان د سنګین او بیا موسی کلا ولسوالیو ته ځي چیري چي د وسله والو طالبانو مهم پټنځایونه دي له نژدې خبری ورسره کوي او ټول سفر پیاده یا پر پښو کوي.

د هلمند قومي مشران وايي، د ځوانانو ددې ګام ملاتړ کوي او هر یو به د خپل نفوذ څخه په استفادې د سیمي وسله وال طالبان وهڅوي چي د ملت ږغ واوري او سولي ته غاړي کښېږدي.

شپږ ورځي مخکي په لښکرګاه کي د لوبغالي په دروازه کي د موټربم تر چاودني وروسته چي ملکی وګړو ته پکښي مرګ ژوبله واوښتل عامو ځوانانو د جګړي دریدو د غوښتني په پار د چاودني په ځاي کې خیمه ودرول.

ددې ځوانانو همږغي کوونکی اقبال خیبر وايي، دولت هري ممکني لاري د سولي هڅي وکړي خو کومه نتیجه يې ور نه کړل اوس غواړي له ولسی حرکت څخه په استفادې لومړی پر دولت او بیا پر وسله والو طالبانو فشار راوړي ترڅو سولي ته غاړه کښیږدي.

د هلمند قومي مشران او مخور د ځوانانو ددې اقدام هرکلی او ملاتړ کوي او ددې ترڅنک وايي، هڅه کوي په سیمه کي هغه طالبان چي وسله لري د خبرو له لاري قناعت ورکړي ترڅو د سولي میز ته کښیني د خبرو اترو له لاري جګړه پاي و مومي.

دوي وايي، په افغانستان په خاص ډول هلمند کي د هوایي بریدونو او موټر بم چاودنو کي لسګونه کسان چي ډیری یې ملکي وګړي دي خپل ژوند له لاسه وکړی دی.

دوی وايي، په ځینو سیمو کي یې له وسله وال طالبانو څخه ډاډ ترلاسه کړی دی چي سولي ته غړه کښېږدي.

وسله والو طالبانو هم په یو ږغیز پیغام کي د ځوانانو ددي اقدام ملاتړ کړی دی خو لومړي یې غوښتي چي دولت جګړه ودروي بیا به دوي هم خبرو ته چمتو سي.

تردې وړاندي وسله والو طالبانو د سولي هیڅ وړاندیز نه و منلی دا لومړی ځل دی چي خبرو ته چمتو کیږي او غواړي چي له یادو ځوانانو سره په موسی کلا ولسوالۍ کی خبری وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...