راپور: جواد داوري
په دې لاریون کي پر موټرونو د سولي غوښتني شعارونه لګول سوي له ښاریانو او خلکو د سولي په رامنځته کیدو کي د همکارۍ غوښتنه کیدل.
ددې حرکت غړي وايي، د هلمند څخه علاوه په نورو ولایتونو کې يې په پراخه کچه ملاتړ سوی دی، اوس پر وسله والو طالبانو فشارونو ډیر سوي دي خو تردې مهاله يې مثبت جواب نه دی ترلاسه کړی.
شاوخوا ۱۹ ورځي کیږي چي په لښکرګاه کي تر درنې او خونړۍ چاودوني وروسته د سولي غوښتني ولسي حرکت پیل سوی دی.
ددې حرکت غړو لومړۍ غونډي بیا اعتصاب او نن د سولي غوښتني لپاره د لښکرګاه ښار سړکونو ته ووتل.
ددې حرکت غړي له حکومت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي چي د جګړې اوربند وکړي او بیا د سولي خبرو ته سره کښیني.
دوی وايي، هڅه کوي لومړی د لښکرګاه او بیا د هلمند ټولو ولسوالیو ته د سولي پیغام ورسوي تر څو په دې سولیز حرکت کي د ټولني ټول غړي شامل سي.
په دې حرکت کي له ځوانانو نیولي قومي مشران، دیني عالمان د پوهنتون استادان او عام خلک راټول سوي دي اکثرو يې په جګړو کي د خپلو کورنیو یو یا دوه غړي له لاسه ورکړي دي.
د سولي غوښتني په حرکت کي د نارینو ترڅنک ښځینو هم فعاله ونډه اخېستي ده.
يوه اونۍ وړاندي په هلمند کي دیني عالمان ددې حرکت له غړو سره په ناسته کي د ولسوالیو په کچه کمیټي جوړي کړې چي په سیمه کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د سولي لومړنۍ خبري وکړي خو داسي معلومیږي چي هغه پریکړي کومه نتیجه نه ده ورکړې.
اوس دوی هڅي پیل کړي چي د ښار ټول خلک په دې حرکت کي شامل کړي تر څو خپل هدف چي د سولي تامین دي ورسیږي.