په هلمند کي د خټکیو په حاصلاتو کي ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دئ

رپوټ: جواد داوري

په هلمند کي د خټیکو او هندواڼو د کرلو سیمي جلا دي، خټکي د بندتېمور، خوشکآبي، نهرسراج او کارېز په سیمو کي کرل کیږي او تر نورو سیمو يې خټکي په خوند کي هم ښه دي، خو د یادو سیمو بزګر شکایت کوي، چي حاصلات يې نورو سیمو ته نه صادریږي او دلته يې غوښتونکي لږ دي.

دوی وايي هر کال د خټکیو حاصلاتو پر وخت قیمتونه ټیټ سي، خو وروسته چي د نورو سیمو خټکي ورسیږي بیا يې قیمتونه لوړ سي. بزګر وايي د کوکناور په نه کرلو کي يې د حکومت خبره منلې ده، خو په حلالو کښتونو کي يې زیان کړی دئ ځکه مناسب مارکېټ نه لري او تجارانو ته يې زمینه نه ده مساعده کړې، چي نورو ولایتونو ته يې صادر کړي.

هلمند کرهڼي ریاست سږ کال د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کي د زیاتوالي خبره کوي.

د کرهڼي رئیس زلمی الکو وايي: سږ کال د تېر په پرتله د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کي زیاتوالی راغلی، چي په هندواڼو کي یوویشت او خټکیو کي اووه لس فیصده ښوول سوی دئ.

د ده په وینا دا خټکي او هندواڼې له هلمند څخه نورو ولایاتو لکه زابل، غزني او روزګان ته انتقالېدل.

د کرهڼي رئیس وايي: د کرونده ګرو د ارتقاع ظرفیت پروګرامونه لري، چي تر دې وروسته به د دې ولایت ټول کرونده ګر خپلي کرهڼیزي چاري په عصري توګه سره و کړي.

د یادوني وړ ده چي په هلمند کي هر کال په زرګونه مېټریک ټنه خټکي او هندواڼې کرل کیږي، خو کرونده ګر تل د نباتي مرضونو او ناسم مارکېټ څخه شکایت لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...