په هلمند کي د انارو (۱۷) ډولونو ښه حاصلات ورکړي دي

د هلمند د کرهڼي رياست مسئولين وايي چي په دغه ولايت کي د انارو ١٧ ډولونو ښې پايلي او حاصلات درلودل، چي څه باندې ٢٤ زره ټنه انار ور څخه ترلاسه سوي دي.

خو بلي خوا ته بيا باغوانان شکايت کوي، چي د انارو د روزلو په برخه کي حکومت له دوى سره اړينه همکاري نه ده کړې.

دوی وايي، ډېر حاصل يې ترلاسه کړى، خو څه وکړي چي هيڅ بازار نه لري او حکومت نه په بازارموندنه کي او نه هم د روزلو په برخه کي همکاري ورسره کوي.

باغداران وایي، چي په دغه ولايت کي د انارو ٣٠ ډولونه تجربه سوي، چي ١٧ يې ښه حاصلات ورکړي دي.

د هلمند د کرهڼي رئيس زلمی الکو بیا وايي، چي د دغه ولايت پر ١١٦٥ هکټاره مځکه د انارو باغونه جوړ سوي، چي سږکال تر ۲۴ زره ټنه زیات انار ورڅخه ترلاسه سوي دي.

دی وايي، د انارو له پاره  پر بازار موندني کار روان دئ او کوښښ کوي چي په هلمند او نورو ولايتونو کي د انارو له پاره  بازار پيدا کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...