په هرات کي پانګه وال وايي، چي په ګمرکاتو کي فساد ددوی کاروبار د ستونزو سره مخ کړیدی

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات ولایت پانګه وال وایي، په ګمرکاتو کي فساد او د ورته توکو وارداتو د دوی کاروبار د ستونزو سره مخ کړی دي.

دوی د حکومته غواړي چي خپل د ژمني سره سم هرات ته د هغه توکو واردات بند کړي کوم چي ورته توکي یې په هرات صنعتي ښارګوټي کي تولیدیږی.

د بلی خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي هم په ګمرکونو کی فساد نه ردوي خو وایي، داسی طرحي پر لاس لري چي کولایسي ګټوري تمامي سی.

د هرات ولایت صنعتی ښارګوټی چي د هیواد په کچه یو بې ساری صنعتی ښارګوټی دی، سلګونه تولیدی کارخوني پکښي فعالیت لري او شاوخوا پنځوس ډول مخلتفو نوع توکي تولیدوی.

خو د دی صنعتي ښارګوټي پانګه وال وایي په ګمروکونو کي فساد او د بهره څخه د ورته توکو وارداتو د ستونزو سره مخ کړي.

دا پانګه وال د حکومته غواړي چي خپل د ژمني سره سم په ګمروکونو کي اصلاحات راولي او پرې نږدي هغه توکي چي په کور دننه تولیدیږي د بهره راوړل سي.

د بلي خوا د هرات ولایت والي محمد آصف رحیمي هم په ګمروکونو فساد او ستونزي مني او وایی، هڅي رواني دي چي دا ستونزي لمنځه یوسي.

پانګه وال د فساد څخه په داسي حال کي شکایت کوي چي د دي تر مخه د دي ولایت د کهسان مرزي ولسوالۍ اوسیدونکو هم د اسلام قلعی په ګمرک کي د فساد د شتون څخه سرټکولی وو.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...