په هرات کي د روان کال د پيل راهیسي شاوخوا یوسل پنځوسو کسانو د ځان وژني هڅه کړې ده

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات د حوزوې روغتون چارواکي وايي، هره ورځ دغه روغتون ته درې ترپنځه د ځان وژني د هڅو پيښې ور وړل کیږي .

د هرات د حوزوې روغتون چارواکی وايي، د روان کال د پيل راهیسي شاوخوا یوسل پنځوسو کسانو د ځان وژني هڅه کړې چې اویا سلنه يې ښځي اوپاته نور يې تنکي ځوانان دي.

نوموړی وايي، زهري درمل خوړل، ځان سوزونه، د وسلې څخه کاراخیستل هغه لارې چاري دي چي له امله یې ښځې او یوشمیر نارینه د ځان وژنې هڅه کوی .

د رواني ناروغیو داکتروحید نورزاد  کورنی تاوتریخوالی، د وخت وړاندي او اجباري ودونه، په بدوکي ورکړه، د میرمنې او میړه په ژوند کي د کورنۍ د نوروکسانو مداخله، په مینه کي ماته خوړل، او په نشه يې توکو روږدیده هغه عمده لاملینو یادوي چي له امله يې یوشمیر کسان ځان وژني ته اړکیږي.

په هرات کي یوشمیر میرمني د ښځود ځان وژني په اړه اندیښنه ښه يې او لامل يې په کورنیو کي د خاوند او میرمني د یوبل د حق نه خبریده، د حقوقي، رواني ټولنیزو او فرهنګي سلا مشورو نشتوالی د دې کار مهم لاملونه بولي.

د هرات پوهنتون د جندر د برخي مسؤوله انجیلا سروري  ټینګارکوي چي اړونده ارګانونه باید په دې برخه کي خلکو ته اړین عامه پوهاوی ورکړي .

دغه یوسل پنځوسوکسانو په داسي حال کي د ځان وژني هڅه کړې چي د دیني عالمانو په باور ځان وژنه د سلام د مبارک دین له مخي حرام دی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...