په ننګرهار کي په ژمي کي ۱۵۰ شني خوني ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي وايي، دغه شني خوني ۴،۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چۍ لګښت يې د کرني او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل سوی دی.

ښاغلی رحیمزی وايي، دغه شني خوني د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د ننګرهار په سره رود، بهسود، کامي، ښېوې او دره نور ولسوالیو کي جوړې سوي دي.

نوموړی زیاتوي چي د شنو خونو ترڅنګ پر ښځو د سبزیو اصلاح سوي تخمونه هم ویشل کیږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...