راپور: میلاد حمیدي
شاوخوا ۱۰۰ ډوله د کورني تولیداتو توکي نندارې ته ایښودل سوي دي، صنعت کاران له خپلي رواني چارې خوښ دي خو وایي، چي امنیت ، بریښنا ، د مارکیټ نه شتون او د خام موادو قاچاق د دوي کارونه له خنډ سره مخ کړي دي اوس په ننګرهار مي لوی صنعي پارک سته خو د امنیت او برېښنا نه شتون صنعت کاران دې ته اړ کړي دي پانګونه ونه کړي او یا هم خپلي فابریکي په جلال اباد ښار کي جوړي کړي.
مسئولین بیا هم د تیر په څیر د مشکلاتو د حل ژمنه کوي.
د ننګرهار والي وایي، چي د برېښنا په برخه کي د صنعت کارانو مشکلاتو ته د حل لاه موندلي او په لنډ وخت کې به د دوي ستونزه حل کړي، بل خوا ته بیا امنیتي مسئولین هم د صنعتي ښارګوټو د امنیت د ټینګښت څخه یاده کوي.
په ورته وخت په ننګرهار کي د صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه صنعتي خونه هم پرانیستل سول.