Wood tick

په لوی اختر کي د کانګو ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر دئ

رپوټ: محمد یار مجروح

کانګو یا وینه بهېوونکې تبه یوه وایروسي وژونکې ناروغي ده، چي د څارویو  د ذبحي پر مهال او یا هم له مکروبي وینو څخه د انسان بدن ته داخلیږي.

د کندهار د روغتیا مسئولین وايي، که څه هم د کانګو مثبتي پېښي ډېري کمي دي خو د لوی اختر په ورځو کي یې دخپرېدو خطر ډېر دئ.

د عامي روغتیا ریاست  د ساري ناروغیو مسئول ډاکټر محمدیعقوب نصرت وايي، کندهار د اهلي حیواناتو د انتقال لویه لار ده، چي د کانګو ناروغۍ د خپرېدو چانس پکښي دېر دئ او که خلګ د څارویو د حلالېدو پر مهال پام و نه کړي، کېدلای سي ډېر کسان باندي اخته سي.

شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګي، د نس درد او ځیني نور د کانګو ناروغۍ نښي نښانې دي، چي د ډاکټرانو په وینا که يې تداوي ژر و نه سي، د مرګ خطر ورسره تړلی دئ.

دی زیاتوي که په کوم کس کي د یادي ناروغۍ نښي نښانې ولیدل سي، باید ژر تر ژره روغتون ته مراجعه وکړي.

کانګو ناروغي هر کال په افغانستان کي لسګونه کسان وژني.

د عامي روغتیا وزارت وايي، تر اوسه لا د کانګو ناروغۍ د مخنیوي له پاره واکسین نه دئ جوړ سوی، خو د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره يې مخنیوی اسانه دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...