په لغمان کي د لاریون په ترڅ کي ۶ لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان ښار کي د ولايتي شورا د يوه غړي پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي اوښتی او د پولیسو په ډزو کې يو لاریون کوونکی وژل سوی او پنځه نور ټپيان دي.

لاريون کوونکو نن سهار مهال د مرکز اړوند له تيرګړيو سيمې لاريون پيل کړ او د دغه ولايت د ټاکنو تر دفتره ورسېدل.

دوی وايي، پرون د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز ساتونکو په تيرګړيو سيمه کي د ډاکتر جواد په نوم يو کس وهلی دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې په مرکز مهترلام ښار کي د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي اوښتی او د پوليسو په هوايي ډزو کي يو لاريون کوونکی وژل سوی او پنځه نور يې ټپيان سوي دي.

هغه وويل، لاريون کوونکو چي د شورا د غړي د ساتونکو له خوا د ډاکتر جواد د وهل کېدو په غبرګون کي راوتلي وو او غوښتل يې د ټاکنو ولايتي دفتر ته داخل شي، پوليسو يې د پاشلو لپاره هوايي ډزي کړي دي، چي له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...