په لغمان ولایت کي د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښې

د لغمان د مرکز اړوند د پنج پای په سیمه کي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو پرضد پوځي عملیات کړي چې د دې ولایت د ویاند سرحدي ځواک په وینا، په یادو عملیاتو کي د مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۳ مشکوک نیول یوي دي.

ښاغلي ځواک وویل، چي د وسله والو مخالفینو وژل سوی سرګروپ او ډله یې هغه کسان وه چي په يادي سیمي سربېره یې د الینګار ولسوالۍ په استقامت په ډیری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د وسلو په قاچاق کي لاس درلود.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...