د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي، په مرکز کي اوس امنیت ټینګ سوی دی او په وسله والو طالبانو پسي کور په کور چاڼيز عملیات پيل سوي دي.
د نوموړي په خبره د فراه امنیتي کمربند په موقته توګه کمانډو ځواکونو ته سپارل سوی او دوی به ددغه ښار امنیت ساتي.
هغه وایي، چي د کمانډو ځواکونو په ورتګ سره په دغه ښار کي عملیات په چټکۍ سره مخ ته روان دي.
بلخوا په ولسي جرګه کي د فراه ولایت استازي وایي، چي دغه ولایت له میاشتو راهیسي تر تهدید لاندي و، خو حکومت یې غږ نه اورېده.
استازي همدا راز تور لګوي چې ښايي ددغه ولایت په مرکز په برید کي ځيني حکومتي کړیو هم مرسته کړې وي چي باید په اړه یې پلټنه وسي.
وسله والو طالبانو څو ورځي وړاندې د فراه پر مرکز برید وکړ، چي وروسته له مرکزه د مرستندویه ځواکونه په رسېدو طالبانو په شا سول. په دغه برید کي د ځایي چارواکو په وینا تر ۳۰۰ پورې وسله وال طالبان وژل سوي دي.
طالبان هم افغان حکومت ته د درنې مرګ ژوبلې د اړلو ادعا کوي.