په غزني کي د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د بدر ۱۱ نظامي عملیات پيل سوي

راپور: خدیجه اشرمي

تیره ورځ ناوخته دبدر ۱ په نوم نظامي عملیات داندړو ولسوالۍ پر لاره او په ولسوالۍ دننه کي  پیل سول.

د۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال اکبر یلداش چي ددې عملیاتو مشري کوي وایي، وسله والو دپکتیکا او اندړو ولسوالۍ په لاره کي ویالي کاږلي او په لاره کي یې ماینونه هم ایښي وه چي دامنیتي ځواکونو له خوا دا لاره پاکه سوه.

دا امنیتی چارواکي وایي، چي ځواکونو یې  وسله والوته درنه مرګ ژوبله اړولې او ښه پر مخ روان دي .

محلي چارواکي وایي، چي تیره ورځ داندړو په ولسوالۍ کي ۱۱ وسله وال هغه مهال ووژل سول چي ټوله په یوه جومات کي راټول سوي وه او دماین په جوړلو لګیا ول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...