راپور: نثاراحمد څپاند
دغه اته ویشت پايې ډیسکټاپ کمپیوټرونه د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمي پلي لوا له لوري د چهار شنبې په ورځ د زابل د پوهني د ریاست مسٔوولینو ته وسپارل سو.
د دوهمي پلي لوا د ګارنیزیون قوماندان جګړن امام الدین همرا د دغه کمپيوټرونو د سپارلو پر مهال وویل، د افغانستان د دفاع وزارت د هیواد ساتني تر څنګ د تعلیم او تریبې ودي ته هم ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي خپل امکانات د پوهني د ودي لپاره وکاروي.
نوموړي وویل، د دفاع وزارت د لارښووني مطابق اته ویشت ډيسکټاپ کمپيوټرونه د ښووني او روزنې ریاست ته ورکړل تر څو هغوی په خپلو دفتري او تعلیمی کارونو کي ورڅخه استفاده وکړي.
جګړن امام الدین وویل، په راتلونکي کي به هم دوی دا ډول مرستي دوام وکړي.
د زابل ولایت د پوهنی د ریاست مسٔوولین د ملي اردو له مرستو مننه کوي او وایي، دا ډول همکاري به تعلیمی بهیر تقویه کړي او موجودي ستونزي به تر یو حده را کمي کړي.
د دې ولایت د پوهني د ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقی وایي، له ورکول سویو کمپيوټرونو به د ادارې کارونو په چټکتیا کي کار واخلي ځکه دوي په دې برخه کي ډېرې ستونزي لري.
نوموړي زیاته کړه، پاته کمپیوټرونه به ښوونځیو ته وویشي تر څو زده کوونکي له معلوماتي ټکنالوژي سره بلد سي .
په زابل کي د ملي اردو ځواکونه په داسي حال کي له پوهنې ریاست سره د لسګونو کمپيوټرونو مرسته کوي چي تر دې وړاندي هم دوی له اړو، بیوزلو او جنګ ځپلو کورنیو سره په وارو وارو د خوارکي او غیر خوارکي توکو مرسته وکړه.