په زابل کي د اوو ولایتونو ترمنځ د کرکت شل اوریزي سیالۍ پیل سوې

راپور: نثار احمد څپاند

زابل ته د نورو ولایتونو راغلي لوبغاړي وايي، چي امنیت حالت په دې ولایت کي ښه دی او دکرکټ لپاره ښه زمنیه برابره ده او باید دولت لوبغاړو ته امکانات په واک کي ورکړي.

زابل هغه ولایت چي ترې د جنګ جګړو راپورونه ورکول کیدل  خواوس تازه  دسلطان ملخي دچلینچ کپ سیالیو کوربه دی.

دلته  دنورو ولایتونو  دکرکټ راغلي لوبغاړي وايي، وړاندي یې ددې ولایت دناامنیو اوجنګ جګړو  په اړه اوریدلي وه،او هیله نه وه، چي دلوبو لپاره دې ولایت ته راسي، خو کله چي دې ولایت ته راغلل هر څه بدل وه دامنیت ترڅنګ یې عام خلک دکرکټ زیات مینوال او لوبغاړو ته یې زیاته مینه برابره کړې ده .

دوی له دولته هیله وکړه چي زابلي لوبغاړو ته امکانات په واک کي ور کړي او لوبغالي ورته ورغوي.

ددې ولایت دکرکټ مسٔول محبوب محبت وايي، چي د سولي او یووالي تر عنوان لاندي پیل سوي سیالیو کي یې د کندهار، هلمند، هرات، فراه، غزني او د نیمروز ولایتونو منتخبي لوبډلي برخه اخیستې او کابو لسو ورځي به دوام ولري.

محبت زیاتوي چي سیالي یې شل اوریزي دي او دمنتخبو لوبډلو ترمنځ به اوولس لوبي ترسره سي.

نوموړی زیاتوي ددې لوبو څخه یې موخه داده چي ځوانان کرکټ ته وهڅول سي او دنشه یې توکو څخه وژغورل سي.

دزابل او راغلو شپږو ولایتونو دکرکیټ لوبي په داسي حال کي پیلیږي چي لاهم په دې ولایت کي اختریزي میلې دوام لري، چي ورته دولسوالیو څخه هم سلګونه ځوانان راغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...