په روزګان کي د کندهار د خونړۍ پیښي د شهیدانو فاتحه واخیستل سوه

راپور: اجمل وصال

د روزګان دولتي مسٔوولین، دیني عالمان او ګڼ نور اوسیدونکي دلته په مرکز ترینکوټ جامع جومات کي د کندهار د تیري پنج شنبې ورځي د خونړۍ پیښي د شهیدانو په ویر راټول سوي او روح ته یې د دلاسونه لپه کړي دي.

دیني عالمان د کندهار د پخواني امنیه  قومندان، د ملي امنیت ریٔس او نور شهیدانو غم خورا دروند بولي  او وایې، هغه کسان چي د وطن دننګ په لاره کي خپل ژوند دلاسه ورکوي، شهیدان دي او ځای جنت وي.

د روزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید او ددغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد معروف احمدزي په کندهار کي وروستۍ تروریستي پیښه د هیواد او خاوري د دښمنانو کار وباله او وویل ورانکارو ډلو تل هڅه کړي چي زموږ د سر سړي راڅخه واخلي.

دوی د کندهار پخوانی امنیه قومندان شهید ستر پاسوال عبدالرازق هغه شهید وباله چي تل به یې د وطن ، خاوري او خلکو څخه ساتنه کول او دښمن ته به یې د خپلو عملونو جواب ورکاوه.

تیري پنج شنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام کي  رامنځته سوي خونړۍ پیښي په هیواد کي دننه او بهیر سخت غبرګونونه راپارولي او پر دولت نیوکې دادې چي  ددا ډول پیښو په مخنیوي کې پاته راغلي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...