په روزګان کي جګړه او ښخ کړل سوي ماینونه د ملکیانو ژوند ګواښي

راپور: اجمل وصال

په روزګان کي هغه سیمي چي تازه د عملیاتو پرمهال له وسله والو په لاس راځي، ځایي اوسیدونکي یې ځکه بیا ورتګ ته زړه نه ښه کوي چي په وینا یې له یوې خوا سیمي یې په ماینونو پوښل سوی او بل خوا بیا امنیتي ځواکونه پرې ډزي کوي.

امنیتې مسٔوولین هم په تازه نیول سوو سیمو کي د ماینونو ګواښ مني خو ډاډ ورکوي چي ملکیانو ته به د بیا ورتګ زمینه برابروي.

د روزګان مرکز ترینکوټ لودیځ لورې ته د زاوې او ګکرک دغه سیمې تر دو کلونو وروسته تازه د عملیاتو پرمهال د طالبانو څخه په لاس راغلي.

د سیمې اوسیدونکي له امنیتې مسٔوولینو غواړي چي دهغوی کورونه او پلي لارې له ماینونه پاکي کړي او د ورتګ پرمهال ورباندي ډزي ونه کړي.

سیمه وال وایي، له جګړې له امله یې کورونه او شنه فصلونه پریښي وه، خو اوس ښخ کړل سوي ماینونو د هغوی مخه نیولي ده.

هغه امنیتي ځواکونه چي د همدې سیمو د نیولو په عملیاتو کي یې برخه اخیستي هم وایي، چې د وسله والو طالبانو ښخ کړل سوي ماینونه نه یوازي د ملکیانو پر وړاندي ګواښ دي بلکي د عملیاتو د پرمختګ مخه هم نیسي.

خو د روزګان امنیه قومندان او د ملي اردو د لوا د کنډک مشر وایي، هڅه کوي هڅه ټولي سیمي له ماینونه پاکي او ملکیانو ته ورتګ زمینه برابره کړې.

امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وایي، د نصرت په چوکاټ کي وروستي عملیات بریالي ګڼي سیمي ته یې د طالبانو څخه په لاس رواړي او یادې ډلي ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...