د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د جنجالي رایو د بیا تفتیش او شمېرلو بهیر بشپړ سوی او په درې یا څلورو ورځو کي به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.
د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړي، د شکایتونو د کمېسیون د همکارانو، د سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او د ټاکنیزو ټیمونو په حضور کي عملي کړي او د دې کمېسیون دارالانشاء پر خپل وروستي راپور کار کوي.
د دغو ټاکنو د لومړنۍ پایلي له مخي افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سلو کي څه باندي ۵۰ رایي ګټلي او ورپسې د هغه سیال اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دی چي په سلو کي ۴۰ رایي وړي دي.
که د ټاکنو لومړنۍ پایله پر خپل حال پاته سي، اشرف غني به د را رواني پنځه کلني دورې له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل سي.