په خوست کي یو شمیر سوداګر وايي، چي دولت د خصوصي پانګوني مخه نیولې ده

ددغه ولایت یو شمېر سوداګر وايي، چي  دولتي چارواکو په ځانګړې توګه ولایتي اداره د خصوصي پانګونې مخه نیولې ده او په وینا یې چي په شخصي ځمکو کي یې جوړې سوي منډیۍ د مسٔولینو له لوري ویجاړې سوي دي.

دوی وايي، چې په دغه ولایت کي تر دا مهاله د سبزیو تر دریو پورې منډیۍ جوړې سوي دي او ټولي د ښار د تفصلي پلان خلاف دي، خو سوداګرو خپلو فعالیتونو ته پکښي ادامه ورکړي ده.

دوی ته سره له دې چي د ټاکل سوي کمیسیون له لوري اجازه هم ورکړل سوې ، مګر ولایتي اداره یې مخه نیسي.

دوی یاد چلند د آزاد بازار له اصولو خلاف وباله او ګواښ یې وکړ، چي  که یې غوښتني ونه منل سي، نو له لاریونونو سربېره به تر پلازمیني کابله خپل اړوند شکایتونه ورسوي.

بل لورته د خوست ولایتي اداره د فساد تورونه ردوي او وايي، چي دغه منډیي په ښاري پلان کي نه دي موجودي او د ځانګړي پلان له مخي به د ښار څلورو دروازو ته نقل سي.

د یادولو ده چي، دا مهال په خوست ښار کي د سوداګرو او دولت ترمنځ د سته جنجالونو له امله د سبزیو درې بېلابېلي منډیۍ جوړي سوي او فعالیتونه کوي .

په ورته وخت کي  ستونزي د جلغوزیو او مال منډویو په برخه کي هم شتون لري.

په دې سره ویل کیږي ، چي د پانګوالو سرمایې تر ډېره بې ځایه صدمه لیدلې ده.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...