په خوست کي ځیني لاسي تولیدات د له منځه تلو په حال کي دي

راپور: سردار زیارمل

له لرغونو زمانو راهیسي د خوست په زیاترو غرونو کي مځکي زرغونېږی او د سون توکو تر څنک یې زیات خلک په لاسي صنایعو کي کاروي.

له مځکو شکرۍ، شکارونه، جاینماز، ربز، پوزي، کټ ‌بوڼ، څپلۍ او نور د ژوند اړین توکي جوړېږي.

یاد توکي نېږدې په هر کور کي کارول کېږي او خلک یې دودیز ارزښت بولي.

د لاسي صنایعو کاروباریان دغه اندېښنې داسي وخت څرګندوي، چي په یاد ولایت کي ډېری خلک خپلي اقتصادي ستونزي د لاسي صنایعو په مرسته رفع کوي.

د لاسي صنایعو یو تن هټیوال وویل، چي له لیري پرتو سیمو او ولسوالیو څخه په لاس جوړ سوي توکي دوی ته راوړل کیږي، ده زیاته کړه چي پخواني قیمتونه لوړ وو خو اوس یې بازار د سړېدو په لور روان دی.

یاد لاسي صنایع چي ډیری د ښځینوو تولید دی.

دوی وایي، چي د بازارموندني په برخه کي ورته هغسي زمینه نه ده برابره سوې، چي په لاس جوړ سوي توکي یې په ښه بیه وپیرل سي او میرمني لا زیات کار کولو ته وهڅوي.

حلیمه او زرمینه هغه میرمنې دي، چي لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

دوی وایي، که محصولاتو ته یې مناسب بازار پیدا نه سي، لیرې نه ده چي په کلیوالو سیمو کي به ډېرۍ کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ سي.

بل خوا د خوست نوی والي محمد حلیم فدايي د یوې غوڼډې په ترڅ کي د صنعت د ودې او پراختیا په خاطر یادونه کړې وه، چي له مرکزي حکومت سره په تفاهم به ورته ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

د ځینو خوست ‌مېشتو په  باور که  چیري  د لاسي  توکو جوړونکو یادو اندښنو ته  پر وخت  جواب  و نه  ویل  سي، ښايي  په  راتلونکي  ‌کي  ډېری دودیز لاسي  صنایع  له  منځه  ولاړ سي او  یوازي به په نندارتونونو کي پیدا کېږي.

 

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...