په جنوب غرب حوزه کي جګړه زیاته سوې ده او هره ورځ ملکي کسان وژل کېږي

رپوټ: خالد همت

د کندهار اوسېدونکي د ملکي کسانو مرګ ژوبلي او د جنګ شدت اندېښمن کړي دي او وایي، تر پخوا جګړه د جنوب غرب حوزې په ولایتونو په خاصه کندهار کي زیاته سوې ده او د جګړی ډېر قربانیان هم بې ګنا کسان دي.

دوی وایي، په جګړه کي تر ټولو ډېر زیان ملکي کسانو ته رسیږي، چي بیلګي يې په کندهار کي په تیرو څو ورځو کي په بيلابیلو ولسوالیو کي پر لویو لارو د ماینونو انفجار او جګړې دي.

دوی وایي، ورځ تر بلي جګړه زیاتېږي، چي له امله ئې فقر او غربت هم زیات سوی دئ.

خلګ وایي، د جګړی ډېر قربانیان ملکي کسان دي، چي هره ورځ د ماینونو، جګړې او چاودنو له امله وژل کېږي او د جګړی له امله هره ورځ ډيري کورنۍ له ولسوالیو څخه ښار ته را کډه کېږي.

دوی له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چي نور اوربند او سوله وکړي، ځکه جګړه د نورو هیوادونو په ګټه ده او زیان یې یوازي افغانان ویني.

په تیرو څو ورځو کي د کندهار په بېلابیلو ولسوالیو کي د سړک غاړي ماینونو له امله زیاتو کسانو، ښځو او کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...