په جلال‎اباد ښار کي د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام له کومي لوبي پرته د هدایت‌الله زهیر زوی ته ورکړل سو

هدایت‌الله زهیر مدني فعال او د کرکټ لوبو تنظیموونکی و چي د جمعې په شپه د کرکټ پر سټډیوم په برید کې کي يې ژوند دلاسه ورکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د هدایت‌الله زهیر او نورو وژل سویو کسانو د یادښت د مراسمو په اړه چې پرون شپه په کرکټ سټډیوم کې جوړ سوي و رسنیو ته وویل،

د جمعې په شپه په جلال‎اباد کې د کرکټ په سټډیوم کې په درې پرله ‎پسې چاودنو کي پر هدایت‌الله زهیر سربېره اووه کسان ووژل سول او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان سول.

د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوګیاڼي وویل، چي د دې بریدونو جدي پلټنه روانه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...