((په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۶ د دولت وسله وال مخالفین وژل سوي دي))

دفاع وزارت وايي، چي په بېلابېلو ولايتونو کي د پوځي عملياتو له له امله د دولت ٦٦ مخالف وسله وال وژل سوي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه ويلي، چي دغه تهاجمي او تعرضي عمليات په تېرو  ٢٤ ساعتونو کي سوي او په وژل سويو کي د داعش ډلي ١٠ تنه غړي هم شامل دي.

د وزارت په حواله، دغه پوځي عمليات د توپچي او هوايي ځواک په مرسته په ننګرهار، غزني، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، بادغيس، فارياب، سرپل او هلمند ولايتونو کي سوي دي.

د د ولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...