په بغلان کي یوه ابتدایه ښوونځۍ درې کاله کیږي چي د زده کوونکو پر مخ تړلي، خو ښوونکو يې معاش اخیستی

راپور: نور ګل اندړوال
قومي مشران په غصه دي او ګواښ کوي چي که ښوونځي ته یې دتدریس لپاره ښوونکي ډيرژر ورونه لیږل سي لاریون به وکړي.
دبغلان دپوهنې ریاست په دې اړه معلومات نه لري خود څیړلو ژمنه یې کوي او ولایتي اداره بیا په دې اړه رسنیو سره دخبروکولو ته زړه نه ښه کوي.

دبغلان ولایت مرکزپلخمري اړوند دعلي خیلود سیمې قومي مشران ادعا لري چپ د درې کلونو راپه د ېخوا یې لومړنۍ ښوونځي ته ښوونکي نه دي ورغلي او په خپلوکورنو ناست تنخواوې اخلي قومي مشران وایي، چي تیر درې کاله یې پنځه سوه ماشومان دزده کړو بې برخې سوي دي.

دغه قومي مشران وایي، چي په پوهنې ریاست کي دسلیقوي اوقومي ستونزو پر اساس یې ښوونځۍ درې کاله بنده پاته سوی او ګواښ کوي چې که ورته حکومت دتدریس لپاره ښوونکي ورونه لیږي  دبلخ ـ بغلان غزیدلې لاره به وتړي.

دبغلان دپوهنې ریاست دښوونځي دبندپاته کیدو په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري خو وایي، چې دغه موضوع به جدي وڅیړي او د هغو ښوونک وسره به چي په دنده کي یې ناغیړي کړې وي،  قانوني چلند وکړي.
دبغلان ولایتي اداره تر درې ورځي انتظار او زیاتو اړیکونیولو وروسته دمعلوماتو دنه درلودو په اساس له خبرو کولو ډډه کوي.

دقومي مشرانو په خبره دخواجه الوان په علي خیلو کي دسناتور نظر محمدفقیري دکوچیانو دغه لومړنۍ ښوونځۍ درې ښوونکي اویو اجیر لري چي درې کاله یې معاش اخیستی خو تدریس ته حاضر سوي نه دي.

.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...