په بغلان کي هنرمندان وايي، خلک باید ددې پرځای چي هنرمندانو ته ستونزي جوړي کړي باید له هنر څخه یې په سم ډول ګته واخلي

راپور: نورګل اندړوال

سره له دې چي ۱۷ کاله نړیوالي ټولني په افغانستان کي میلیونونه ډالره په بیلابیلو برخو کي پانګونه کړې او ټول وګړي پکښي خوشال دي، خو بیا هم ډېری افغانان دې ته نه دي تیار، چي هنرته د هنر په سترګه وګوري.
بغلاني هنرمندان وايي، کارونه یې دنورو ولایتونو هنرمندانوسره په خورا توپیر او ښه ډول سره روان دي خو له  خلکو غواړي چي هنر کي هرډول نقشونه ته په کتو باید ښه ګټه ترې پورته کړي.
دبغلان د اطلاعات او کلتورریٔس عبدالبشیراظهر دهنر ارزښت په ټولنه کي مهم بولي او وايي، اطلاعات او کلتور وزارت په پام کي لري چې دبغلان هنرمندانولپاره دفرهنګ کور جوړکړي
بغلان کي یو شمیر سندرغاړی وايي، چې دکلتوري ستونزو دشتون له امله یې دهنر چاري که څه هم ټکنۍ سوي خوددې هرڅه سره سره یې خپل کار په ټپه نه دی درولی.

وړاندې ټول هیواد کي یو شمیر سندرغاړو او هنرمندانو له دې امله شکایت کړی و چي زیات نالوستي کسان ورته په ټولنه کي ارزښت نه قایلیږي او پروړاندي یې له داسي چلند څخه کار اخلي چي حتی دوی له هنر زړه توري کوي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...