راپور: نوګل اندړوال
ځکه خو په دې ولایت کي بهرني هیوادونه پانګوني ته زړه نه ښه کوي.
په همدې حال کي د بغلان سېمیز چارواکي وايي، چې دقومي مخورو په منځګړیتوب غواړي تښتول سوي دبریښنا افغان او هندي کارکوونکي د طالبانو بیرته راخلاص کړي.
په بغلان کي د خواجه الوان دبریښنا سب استیشن دشپږ هندي او یوه افغان کارکوونکي دتښتول کیدو دریمه ورځ تیریږي خو مدني فعالین وايي، چي حکومت او دبغلان سیمېزې ادارې تردې دمه پوري دتښتول سوو کسانو دبیرته راخوشې کولو په اغیزمنو لارو چارو کارنه دی کړی.
دبغلان ولایتي شورا وايي، چي آمنیتي ځواکونو دپوځي عملیاتو له لاري او قومي مخورو په خپلي خورا بې پلوۍ سره هڅې پيل کړي ترڅو دبریښنا تښتول سوي کارکوونکي له طالبانو څخه راخلاص کړي .
والي عبدالحي نعمتي وايي، چي طالبانو دخپلو مالي سرچینو دکمښت پراساس بهرني او افغان دبريښنا کارکوونکي تښتولي او په دې کار سره غواړي چې له حکومت څخه باج واخلي او خپل جنګي امکانات پوره کړي.
تښتول سوي اوه تنه د KEC په نوم دبریښنا دیوه قراردادي شرکت کارکوونکي دي چي د کمي مودې راهېسې یې په خواجه الوان سب استیشن کي کارپیل کړی و.
دغه سب استیشن ۴۹.۷ ملیونه امریکايي ډالروپه ارزښت داسیايي بانک په مرسته د۴۰۰ میګاواټه بریښنا په ظریفیت بغلان کي جوړیږي.