راپور: نورګل اندړ وال
په بغلان کي ښځي وايي، چي په یوشمیر اداراتو کي دمناسبه کاري چاپیریال او ډآډمن امنیت دنه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي اوځيني یې ددندې پریښودو ته اړي سوي دي .
دبغلان دښځوچارو ریاست ددې ولایت په دولتي ادارو کي دښځو ونډه دتیرو کلونو په پرتله مخ په زیاتیدو بولي خو وايي، چي لاهم دښځو پر وړاندي ددندي اخیستو پرمهال ځيني وختونه توپيري چلندونه ترسره کیږي .
په بغلان ولایت کي ښځي په دولتي او خصوصي ادارو کي خپله ونډه کمه بولي.
دوی وايي، که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته تیر پنځلس کاله په دي برخه کي څه ناڅه پرمختګونه سوي خو وايي، ډيری وخت په دولتي او خصوصي اداروکي دښځوشتون په ټولنیزه اوسیاسي برخه کي کم وي او دواکمنو مشرانو د ښځینه ملاتړ د شعار تر بریده محدود پاتي سوي دي.
دبغلان دښځو ریاست ددي ولایت په دولتي ادارو کي د پخواپه پرتله دښځو ونډه مخ په زیاتیدو بولي او زیاتوي چي دناوړه فرهنګو ډيروالی په ټولنو کي ددي لامل سوی ترڅو انجونې په دولتي ادارو کي کارته زړه ښه نه کړي او ادارې هم دتوپیري چلندونو په زیاتوالي سره ښځو ته کار نه ورکوي.
ښځي چي په افغانستان کي دټولني یوه برخه تشکیلوي په کورنیو کي د نه پوهاوي ، ډاډمن امنیت نه شتون او کاري چاپيریال کي دنامناسبه چلندونو دزیاتوالي له امله یوشمیر یې دي ته اړي سوي چي له دندو لاس په سر سي اوپر کور کښېني .
یاده دي وي چي دملي یووالي حکومت مشرانو دخپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ښځود ژوند ښه والي په خاطر ډيري ژمني کړي وې خو دعمل جامه یې نه ده خپله کړي.