په افغانستان کي د انساني قاچاقو کچه تر پخوا ټيټه سوې

د بېړنیو مرستو او پراختیا موسسې استازي وايي، د انساني قاچاقو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو تر پلې کېدو وروسته په دې برخه کې پرمختګ راغلی او د خلکو پوهاوی زیات سوی.

په کندهار د بشر حقوق خپلواک کمېسیون بیا وایي، چي د انساني قاچاق لوی لاملونه جګړه، بې کاري، غربت او بې سوادي ده چي خو تر ټولو لوی لامل یې جګړه ده چي له امله یې خلک له هیواده پر قاچاقي لارو بهر ته ځي.

په افغانستان کي د انساني قاچاق کچه تر تېرو کلونو کښته سوې چي لامل يې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول ښوول سوی.

په کندهار کي د بېړنیو مرستو او پراختیا موئسسې استازي علي احمد احمدزي د انساني قاچاقو په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کي وویل، وروسته له هغه چي په افغانستان کي د انساني قاچاقو په اړه د حکومت او بېلابېلو موسساتو له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل سوه د انساني قاچاقو کچه ډېره راټيټه سوې ده.

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسٔولین وايي، جګړه، بې کاري او غربت هغه لوی لاملونه دي چي د انساني قاچاق زیاتوالي ته یې زمینه برابره کړې ده.

په کندهار کي د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز اکرمي وايي، د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره باید بې کاري له منځه ولاړه سي او د کار زمینه برابره سي.

له افغانستان څخه په تیرو کلونو کي زیات شمېر کسان پر قاچاقي لارو اروپايي هیوادونو ته تلل خو وروسته له هغه چي ډيرو خلکو په لاره کي ژوند له لاسه ورکړ ډیرو خلکو پر قاچاقي لارو له تګ څخه ډډه وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...