په افغانستان کي تښتول شوی امريکايي او ښځه يې آزاد شول

د پاکستان پوځ خبر ورکړ، چي يوه امريکايي ښځه د هغي کاناډايي خاوند چي پنځه کاله مخکي، په افغانستان کي تښتول شوي وو، پرون ازاد شول.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې کسانو د ازادولو لپاره د امريکا استخباراتو معلومات ورسره شريک کړي دي. هغوی په افغانستان کي د سفر پرمهال، تښتول شوي وو او په پنځو کلونو کي يې درې کوچنيان شوي دي.

امريکايي چارواکو رسنيو ته تائيد کړې، چي دا کورنۍ د پاکستان د پوځ د هڅو په پايله کي ازاد شوې ده. دا نه ده څرګنده شوې، چي هغوي چيري ساتل کيږي او څه وخت به د شمالي امريکا پر لور حرکت وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...