پر واک پاته کسان د ډموکراسۍ دیوه اصل دمحدودولو په هڅه کي دي

راپور: نورګل اندړوال
دبغلان دټاکنو کمیسیون وايي، چي ځيني مافیايي کړي او جریانونه په واک کي دپاته کیدو په موخه خلکو ته داسي ذهنیت ورکوي چي په دغه بهیر کې ګډون ونه کړي.
شکایتونه بیا دې ولایت کې پردې دي چي خلک ټاکنو کي برخه اخلي خو دمتفرقه پيژندپآڼونه ویش یې له له ټاکنو زړه توروي.
بغلان کي دټاکنو کمیسیون مشر وايي چي ځينې جریانو او کړۍ په دي هڅه کي دي ترڅو دخلکو زړونه دټاکنو له روان بهیره تور کړي او په دې سره ځان خپلو موخو ته چې راتلونکي پارلمان ته لار ده ورسوي.
ځيني قومي مخور وايي، چي د ټاکنو سره د خلکو لیوالتیا ډيره ده خو شکایت پر دې کوي چي بغلان کي میشت سوي دنورو ولایتونو زرګونه کورنیو ته دنفوس دثبت مدیریت دپیژندپاڼو په ویشلو کې ناغیړي کوي.
پرهمدې مهال دبغلان دنفوسو دثبت امریت دخلکو ستونزې پرځای بولي او وايي، چي دمتفرقه پيژندپاڼو دویش په موخه له پلازمیني کابل څخه یې ۴۹ زره فورمې بغلان ته راوړي چي څه باندي ۲۹ زره یې ویشلي او ډير ژر به په دې ولایت کي د متفرقه پيژندپاڼو دویش لړۍ پيل کړي.
دبغلان دنفوسو دثبت اداره وايي، چي دپخوا په پرتله د پيژندپاڼو اخیستو په موخه دخلکو ګڼه ګوڼه زیاته سوې خو هغه څه چي ددوی دکارپر وړاندې یې ستونزه جوړه کړې په کافي کچه دکارکوونکو نه شتون دی.
یاده دي وي چي تر دې دمه بغلان کي اوه زره کسانو په ټاکنو کي دګډون په موخه ځانونه ثبت کړي چي شل فیصده یې ښځې دي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...