پاکستان وايي، تر راتلونکو څلورو میاشتو له افغانستان سره په حساسو سیمو کي پر ډیورنډ اغزن سیم تیرول بشپړیږي

پاکستان له ډېري مودې راهیسي په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه اغزن سیم تېرول پيل کړي دي.

په تازه څرګندونو کي د پاکستاني پوځ ویاند آصف غفور ویلي، له افغانستان سره په حساسو سیمو کي پر ډيورنډ کرښه سیم غځول روان دي او تر راتلونکو څلورو میاشتو پوري به یې چارې بشپړې سي.

هغه همدا راز ویلي چي د ۲۰۱۹ کال تر نومبر پوري به پر ټول ډېورنډ سیم غځول بشپړ سي.

افغان حکومت په ځلونو د پاکستان دغه کار غیر قانوني بللی دی.

خو پاکستان وايي چې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوي ته یې دغه اقدامات پيل کړي دي.

د افغانستان حکومت تر دي وړاندي ویلي وو، چي پر فرضي کرښه اغزن سیم تېرول ستونزه نه حل کوي، بلکي په پاکستان کي د ننه باید د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوړل سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...