ټاکل سوې ده چي د ترکیې لومړی وزیر بنعلي ییلدریم به نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته را سي

د حکومت اجرائیه ریاست تایید کړه چي د ترکیې لومړی وزیر بن علي ییلدریم کابل ته راځي.

سرچینه وايي، چي په دې یوه ورځني سفر کي به ییلدریم له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره وګوري.

د راپورونو له مخي د دواړو هېوادونو مشران به د سولي او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ترکیې د لومړي وزیر سفر داسي مهال تر سره کېږي چي د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، په نژدې ورځو کي به شااوخوا۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له هغه هېواده بېرته کابل ته ولېږي.

دا هم معلومه نه ده، چي ییلدرم به پر دې موضوع له افغان حکومت سره خبرې وکړي که نه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...