د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پوهني او عامي روغتيا وزارتونه نه دي توانېدلي، چي څه باندي۵۰ فيصده پراختيايي بوديجه ولګوي.
د افغانستان د عامي روغتيا او پوهني د وزارتونو مسؤلين، ددې له امله چي تراوسه يې ۵۰ فيصده پراختيايي بوديجه نه ده لګولې، ولسي جرګې ته پرون دوشنبه استجواب کړل. د ولسي جرګې غړي وايي، دغو دواړو وزارتونو ډېره لږ پراختيايي بوديجه مصرف کړې ده. د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، دغو دواړو وزارتونو په هغو ځايونو کي، چي امنيت يې ښه دی، هم په لازمه توګه بوديجه نه ده لګولې.
د ځينو وزارتونو لخوا د پراختيايي بوديجې نه لګول هغه ستونزه ده، چي ولسي جرګه يې هر کال مطرح کوي. ولسي جرګې تېر کال د کابينې ځيني وزيران چي پراختيايي بوديجه يې تر ۷۰ سلنه کمه مصرف کړې وه، استيضاح او ۷ وزيران يې سلب اعتماد کړل.